افغانستان

م.م: د افغانستان لپاره د تمویلوونکو هیوادونو پام اړولو په لټه کې یو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په کابل کې د یوناما د سیاسي برخې مشر او ورسره پلاوي سره وکتل.
د ریاست الوزراء در مطبوعاتي دفتر په حواله، ‌د یوناما د سیاسي برخې مشر ښاغلي سکاټ سمېت په دې کتنه کې د سیاسي معاونیت له همکارۍ په مننې وویل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت هڅه کوي، ترڅو افغانستان ته په بشري مرستو سربېره د اقلیمي بدلون د کنټرول او د نیمګړو پروژو بشپړولو لپاره د تمویلوونکو هیوادونو پام جلب کړي. ښاغلي سمېت وويل، افغانستان ته د لا زياتو مرستو جلبولو په موخه اړینه ده اسلامي امارت هم په یو شمېر موضوعاتو کې نرمښت او همکاري زياته کړي، ترڅو د مرستندويه هيوادونو تشويشونه هم رفع شي.
نوموړي زياته کړه، یوناما به د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې او په بروکسل کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې ته له نشه يي توکو سره د مبارزې او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه راپورونه وړاندې کړي او په وينا يې، دا ډول غونډې به دوام ولري ترڅو شته ستونزو ته حل لاره وموندل شي.
د رياست الوزراء د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نوموړي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانانو سره د بشري مرستو په برخو کې د یوناما هڅې وستايلې او د دغو مرستو پر اړتيا او دوام يې ټينګار وکړ.
نوموړي وویل: په تېرو نږدې دوو کلونو کې خورا ډېر پرمختګونه شوي او اسلامي امارت نړۍ سره مثبت او رغاوونکي تعامل ته ژمن دی.
ښاغلي ذاکر زیاته کړه، تېرو څلورو لسيزو جګړو افغانان په ټولو برخو کې ځپلي او اړتيا ده چې بين المللي ټولنه په بشري، اقليمي بدلون او بنسټيزو پروژو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دغه بهير بايد له سياسي کېدو لرې وساتل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *