افغانستان

م.م: د هرات زلزله ځپلو سره دې ۱۴ میلیونه ډالره مرسته وشي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ د هرات زلزله ځپلو لپاره د ۱۴.۴ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. دې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې دا بېړنۍ مرسته یې د دې لپاره غوښتې، څو ژر تر ژره د زلزله ځپلو لاسنیوی وشي. د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په وینا، په هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر څوارلس سوو او د ټپیانو شمېر یوزر اته سوه پنځوس تنو ته رسېدلی دی. د اوچا په وینا، د زلزلو له امله په هرات کې تر درې زره ډېرو کورونو ته زیان اوښتی چې له دې ډلې دوه نیم زره کورونه یو مخ له خاور سره خاورې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *