افغانستان

نجونو ته د لومړي ځل لپاره له نسایي ولادي پرته، تخصصي زده کړې چمتو شوې

اسلامي امارت په لومړي ځل ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته په نسايي ولادي برخه کې د تخصصي زده کړو تر څنګ په نورو برخو کې هم د تخصصي زده کړو زمینه برابره کړې ده. د عامې روغتیا وزارت وزیر ډاکټر قلندر عباد په یوه وینا کې چې د دې وزارت له لوري خپره شوې، ویلي: اسلامي امارت د لومړي ځل لپاره په کور دننه په نسایي ولادي ناروغیو کې د تخصص تر څنګ د نورو نارغیو په برخو کې هم د تخصصي زده کړو زمینه برابره کړې ده. ښاغلی وزیر زیاتوي، د دې ترڅنګ چې ښځینه روغتیایي کارکوونکې په نسایي ولادي برخې کې تخصص ولري باید په نورو ناروغیو اخته د ښځینه ناروغانو د تداوۍ لپاره د نورو ناروغیو په برخو کې هم تخصصي زده کړې ولري. د عامې روغتیا وزیر ټینګار کوي، چې د نسایي ولادي ناروغیو په برخه کې د تخصص تر څنګ د داخلې، جراحي، یورالوژي، پلاسټیک سرجري او د روغتیا په ټولو برخو کې ښځینه متخصصانو ته اړتیا لیدل کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *