لیکنې

نشنلیزم (قوم پرستي) Nationalism دريمه او وروستۍ

لطف الرحمن قمري

خو همدا نشنلیزم دی چې کله د ژبې، کله د قوم، کله د رنګ، کله د نژاد او کله یې د سیمې مسئله را منځ ته کړې ده، لوی کارونه او لوی تشکیلات یې واړه کړي لوی قومونه او ولسونه یې په همدغسې تنګ نظرانه شعارونو او نارو سره تیت او پرک کړی دي او بالاخره یې له منځه وړي دي او د حقوقو د لاس ته راوړلو په ځای یې له حقوقو نه بیخی محروم کړی دي. نشنلیزم نه د ژبې په نوم عربان سره یو کړل نه یې ترکان سره راټول کړل او نه یې هم په یوه انګلیسی ژبې خبرې کوونکې سره یو دولت او اداره کړل او نه یې هم د نړۍ په کوم ګوټ کې د رنګ په نوم د افریقا تور پوستان سره راټول کړل.
د قوم، قبیلې او نژاد په نوم نه آسیایان سره یو شول او نه اروپایان او یا نورسره متحد شو.بلکې ګورو چې همدا نن هم افریقا کې د تور پوستانو ترمنځ د همدې توپیرونو په نوم وینې توییږی اروپا ترنژدې پرون پورې په همدغه عنوانونو باندې د همدغسې وینو تویوونکوحوادثو شاهده ده او د نړۍ په نورو کونجو اوکنارو کې همدغه نوم او عنوان باندې ډېر څه تېر شو او روان دي.
ښکار مثال یې په ډېر نژدې تاریخ کې د مسلمانانو د وحدت او یووالی وروستی دمه ځای لوی عثمانی اسلامي خلافت ؤ چې له ډېرو منفی نقطو سره بیا هم د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره د هیلو یوازینی سمبول او ستر متحد سنګر ؤ، ترڅو چې موجود ؤ د مسلمانانو آرام او هوسا سنګر ؤ او د اسلام دښمنانو په برګو سترګو ورته نه شول کتلای خو د مسلمانانو ابدي او همیشني دښمنانو(یهودانو) هڅه وکړه چې په څه ناڅه طریقه د مسلمانانو دغه ګډ کورعثمانی خلافت له منځه یوسي مګر سلطان عبدالحمید د هغوی په وړاندې مقاومت وکړ او یهودانو چې بله لاره نه درلودله نو په مسلمانانو کې یې د نشنلیزم تخم وکاره او د عربي نشنلیزم او ترکي نشنلیزم په نوم یې مسلمانان په خپلو کې سره وجنګول او په دې توګه ترکي اسلامي خلافت ټوټې ټوټې شو او د اسلامي امت په زړه کې فلسطین او د مسلمانانو لومړۍ قبله (بیت المقدس) یې په خپله ولکه کې راوست او اسراییلي دولت یې تشکیل کړچې نن د مسلمانانود واحد تشکل د نشتوالي له امله له اندونیزیا نه تر الجزایر پورې ټوله اسلامی نړۍ په مستقیم او یا هم غېرمستقیم ډول د استعمارګرو اغېز لاندې ده او که په کوم ځای کې څوک سر را پورته کوي استعماري ځواکونه یې د خپل ورور په لاس نسکوروي او سرپورته کولو ته یې نه پرېږدي.
له همدې ځایه دا اوس مونږ ګورو چې ښکېلاک ګر په یوه او بله پلمه د متحد افغانستان د تقسیمولو په غرض هڅه کوي چې د نشنلیزم ساري ناروغۍ پکې وکري،چې البته څه په شعوري او څه په غیرشعوري ډول په دغې خطرناکې او نه روغېدونکې ناروغۍ اخته دي اوس نو په ځای ددې چې د افغان مسلمان ولس په ټپونو باندې د مرهمو پټۍ کېږدي سرچپه مالګې پرې دوړوي.
د شمال او جنوب په نوم مبارزه د ښکېلاکګرو دسیسه ده د پښتو او فارسی په نومونو هلې ځلې د دښمن پلمه ده، پښتون، تاجک، هزاره، نورستانی، ازبک او ترکمن قومونو په نومونو د حقوقو لاس ته راوړلو په نوم نارې اوسورې په حقیقت کې له ټولو حقوقو نه محرومېدل او په شعوري او غیرشعوری ډول د خپل ځان پرضد د خپل ازلي دښمن (یهودو) او د هغه بادار امریکا د اهدافو تحقق او تقویه کول دي نو راځئ چی له دې وړو وړو کورګکیو اولنډو تنګو افکارو نه تېرشو او په خلاصه سینه او ورین تندی د یوه متحد او خپلواک افغانستان جوړېدو لپاره مټې راونغاړواو په ګډه سره کار وکړو.
اسلامي امت څنګه جوړ شو !!!
دغه ټولنه چې له اسلام نه پرته هیڅ لامل نه وه متحد کړې او اجزيي سره نه وو پیوند کړي د رنګ ، نژاد ، خاورې او د ژبې له هر ډول امتیازاتو نه پاک وو ، او د دي شیانو هیڅ اثر هم په هغوکې نه لیدل کیده .
د دې ټولنې په منځ کې ، سلمان فارسي چې د ایران له فارس نه وو هم ژوند کاوه چې به کله چا له هغه نه د ده د نسب په اړه پوښتنه وکړه ، نو ویل به یې
( سلمان د اسلام ځوی دی )
او حضرت علی کرم الله وجهه به د هغه په باب ویل : سلمان زمونږ د کورنۍ یو غړی دی .
د هغه په منځ کې ( باذان بن ساسان ) او د هغه ځوی شهر بن بازان هم وو چې د هغوي د نسب لړۍ به د فارس امپراتور ته رسیده ، چې حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم، باذان د یمن والي او ځوی ته یې ورته د نجران ولایت وسپاره ، او د دې ټولنې په منځ کې بلال بن رباح هم وو چې په قام حبشي و او حضرت عمر رضی الله عنه به د هغه په باب داسې ویل : ( بلال سیدنا و مولی سیدنا ) بلال زمونږ بادار او زمونږ دبادار ( حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ) مریي دی .
او په هغه کې صهیب رضی الله عنه هم وو چې اصلي ټاټوبی یې روم و چې حضرت عمر رضی الله عنه د هغه په امامت لمونځ کړی و و.
او په هغه کې سالم رضی الله عنه هم وو چې حضرت عمر رضی الله عنه د خپل رحلت پرمهار د هغه په اړه داسې و ویل که چېرې سالم د حذیفي مریی ژوندی وی ، نو خلیفه به مې ټاکلی وو.
او د هغه په منځ کې زید بن حارث د رسول الله صلی الله علیه وسلم مریي هم وو چې محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د خپلې ترور لور هغه ته په نکاح کړې وه.
او په پای کې په هغه کې اسامه بن زید وو ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د مسلمانانو د لښکر امارت وسپاره په داسې حال کې چې هلته حضرت ابوبکر صدیق ، عمر فاروق او ابو عبیده بن جراح رضی الله تعالی عنهم غوندې شخصیتونه هم وو او حضرت عمر رضی الله عنه یو ځل د هغه په باره کې خپل ځوی ته داسې و ویل : ( د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د اسامه پلار ستا له پلارنه او ځوی یې لتانه محبوبیت درلوده ) .
او همدارنګه رسو الله صلی الله علیه وسلم هم د هغه په باره کې ویلي وو:
اسامه من احب الناس الی ( یعنی اسامه زما په وړاندې له محبوبترینو خلکو څخه دی).

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *