شعرونه

نعت

ځان او زړه مې صدقه ستا و ښکلا ته
ټوله شمه دې رانجه ستا و ښکلا ته
هم نذیر یې هم بشیر یې پیغمبره
تور بلال به ډېر کاته ستا و ښکلا ته
قمرین دي و ښکلا ته پر ملا خم دي
سپوږمۍ شوه درته ټوټه ستا و ښکلا ته
ښکلاګانې الهام اخلي ستا له حسنه
عاشقان به دې راتله ستا و ښکلا ته
صحابه به دې چاپیر وو ټول له نوره
انوارونه ورېده ستا و ښکلا ته
په طه او په یس یې رب ستایلی
ځارېدل به صحابه ستا و ښکلا ته
ستا په روی شوه د حجاز خاوره حسینه
حیران پاتې مدینه ستا وښکلا ته
نوم دې ښکل کړمه تپاند زُهاد په سترګو
زه دې شم ذره ذره ستا و ښکلا ته
صلي الله علیه وآله وصحبه وسلم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close