افغانستانراپورونه

ننګرهار او بامیانو کې له څه باندې ۳ زره نجونو د دولسم ټولګي کلنۍ ازموينه واخيستل شوه

د ننګرهار او بامیانو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایتونو کې یې له دوولسم ټولګي د نجونو زده کوونکو څخه د آزموینو لړۍ پیل کړې ده.

د ننګرهار او بامیانو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایتونو کې یې له دوولسم ټولګي د نجونو زده کوونکو څخه د آزموینو لړۍ پیل کړې ده.

د ننګرهار د پوهنې ریاست مسٶلینو د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې د ننګرهار په حصارک، شېرزاد، پچیراګام، خوګیاني، او کوټ ولسوالیو کې د نجونو په ۱۷ لېسو کې د دوولسم ټولګیو ۴۸۰ تنو نجونو څخه د آزموینې لړۍ پیل شوه او پاتې نورو ولسوالیو کې به هم ژر پیل شي.

د یو بل خبر له مخې؛ د باميانو د پوهنې ریاست له خوا هم په دغه ولایت کې د دوولسم ټولګيو له ۲ زره ۸۸۲ نجونو د آزموینې لړۍ پيل کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *