افغانستان

ننګرهار پوهنتون کې څېړنیز مرکز جوړېږي

ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه علمي څېړنیزمرکز د جوړېدو چارې پیل شوې دي.د باخترآژانس د خبرله مخې؛ ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د څېړنیز مرکز د جوړېدو چارې پيل شوي، چې په جوړېدو سره به یې د ساینسي او کرنې په برخو کې د زده کړیالانو ستونزې تر یوې اندازې حل شي.د دغه څېړنیز مرکز ودانۍ پر ۳۰۰ متره مربع ځمکه او ۳ پوړونو کې جوړېږي، چې لګښت یې د شهید افسرخان کورنۍ له لوري ورکول کېږي.ورته مهال د شهید افسر خان کورنۍ مشرحاجي بازمحمد افسرزي ویلي، چې د یادې ودانۍ ترجوړېدو وروسته به نورې ۵ میلیونه افغانۍ د څېړنیز مرکز په اړینو وسایلو هم
ولګوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *