افغانستان

ننګرهار کې دمالټو حاصلات زیات شوي

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال د دې ولایت د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، چې د ننګرهار کانال شرکت په زرګونه جریبه ځمکه د مالټې بڼونه شتون لري، چې سږ کال یې د حاصلاتو کچه د پام وړ زیاته شوې ده. کظیم د دې ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل یاده وي.نوموړي زیاته کړه، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټې سږني حاصلات به ۳۰۰۰ مټریک ټنو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې تېرکال د دغه ولایت د مالټو حاصلات ۲ زره مټریک ټنه ښودل شوي و.
د ننګر په ولایت کې د مالټو ډېر بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د مالټې ونې اېښې دي او يا د مالټې بڼونه یې جوړ کړي، خو په تېرو څو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د مالټو یوشمېر معیاري او سوداګریز بڼونه هم جوړ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *