افغانستان

ننګرهار کې د اوبولګولو د يوې پروژې چارې بشپړې شوې

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او دافغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت بهسودو ولسوالی کې د اووه میلیونه او ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په دې پروژه کې د ۲۹۷ متره په اوږدوالی د بحر آباد کانال، ۵۰ متره سربند، دوه عدده سوپرپسیج، ۸۰ متره استنادي دېوال، ۱۶۶ متره بولډروال او ۱۸۰۰ متره د کانال کېندنه او پاک کاري شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې د بحراباد کانال کې ۴۱۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او دغه راز د کانال په شاوخوا غونډیو کې ۵۴۶ عدده تراسونه د بارانې اوبو زېرمه کولو په موخه هم کېندل شوي.
ددې کانال په جوړولو سره ۳۰۰۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.
ښاغلی محمد د تمویلوونکي ادارې او همکارۍ مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ له دوی څخه وغوښتل، چې د ننګرهار ولایت په نورو سیمو کې دې هم ورته پروژې پلي کړي.
په ورته وخت کې هغه د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د پروژې په ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي. نوموړی د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د همکارو مؤسسو له لارې د اوبولګولو پروژو سربېره نورې پروژې هم پلي کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *