افغانستان

ننګرهار کې د دیني مدرسو ترمنځ د حفظ او تجوید سیالي تر سره شوه

په دغه سیالي کې د امام ابو يوسف رحمه الله عالي دارالعلوم یو تن زده کوونکي د ننګرهار ولايت په سطحه په حفظ او تجويد کې لومړی مقام ګټلی دی.د حج اوقافو وزات له لوري، د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د حفظ، تجوید او قرأت سیالۍ په لاره اچول شوې، چې یادې سیالۍ دوه پړاوونه لري؛لومړې پړاو په ولایاتو او دوهم په مرکز کابل کې د ټول هیواد په کچه ترسره کېږي.چې په ننګرهار ولایت کې د امام ابو یوسف (رحمه الله) عالي دارالعلوم یو تن زده کونکي حافظ محمد عمیر (ابراهيمي) د ننګرهار ولايت په سطحه لومړی مقام ګټلی دی.په همدې اساس د دارالعلوم ادارې د یوې ستاینغونډې په ترڅ کې نوموړی زده کونکی په مادي او معنوي ډالیو ونازوه او په راتلونکې کې یې ورته د بریالیتوب دعا وکړه.د یادونې وړ ده، چې یاد دارالعلوم پخوا هم په ورته سیالیو کې غوره مقام ګټلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *