افغانستان

ننګرهار کې د سيکارام دوديزه مشاعره ترسره شوه

د مشاعرې تنظيموونکي او د سپين غر ځوانانو ټولنې مشر عبدالوکيل ملکزي وايې، په دغې مشاعرې کې د هېواد له بېلابېلو سيمو د شاعرانو او د ادب مينه‌والو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا شاعرانو او ليکوالانو هم ګډون کړي و.
نوموړي د يادې مشاعرې جوړېدو هدف شعر ته د خلکو هڅول او له همدې لارې نړۍ ته د سولې پيغام رسول يادوي.
ملکزي زياتوي:«د سيکارام مشاعره هر کال د سپين غر ټولنې ځوانانو له لوري جوړېږي. په سږنۍ مشاعره کې له کابل، پکتيا، پېښور، خوست، نورستان او لغمان ولايتونو ګڼ شمېر شاعران راغلي او خپل نظرئيات يې له ګډونوالو سره.

شريک کړل. د سيکارام مشاعره هېواد شموله ده.»په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو خپل شعرونه ولوستل، خو شاعر او ليکوال جعفر الماس او ارماني بيا د شعر په ژبه د سيکارام لوړه څوکه وستايله.«دا ګرد چاپېر غرونه کوي ورته سلام، دا لوړه څوکه د سيکارام»«که خداي د امن څادر ښور کړ، پچيراګام ته به غوزانو پسې ځونه»په مشاعره کې د اسلامي امارت يو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړي وو.د استخباراتو مشر ډاکتر بشير د دا ډول مشاعرو جوړېدل وستايل او له شاعرانو يې وغوښتل چې د ټولنې ستونزو او ناخوالو ته دې په خپلو شعرونو کې ځاي ورکړي او په هنري ژبه دې ولس ته وړاندې کړي.ډاکتر بشير زياته کړه:«په ټولنه کې د ستونزو او نورو کړاوونو د ختمولو لپاره د خلکو يووالي ډېر مهم دي او هغه څوک چې نه يې پېژنۍ د ولس په منځ کې ورته ځاي مه ورکوئ، ځکه د امنيت په ټينګښت کې د خلکو همکاري مهمه ده.»د مشاعرې ګډونوال هم د دا ډول مشاعرو جوړېدل ستايي او زياتوي چې د سيکارام په شان دوديزې مشاعرې کولاي شي، ولسي خلک د تفريح ترڅنګ له خپلو کلتوري ارزښتونو خبر کړي.ابرار زياته کړه:«د داشان مشاعرو جوړېدل ډېر مهم دي، ځکه اوس په ټول هېواد کې امن دي او لازمه ده چې بايد دا ډول مشاعرې جوړې شي.»د سيکارام دويزه مشاعره په لومړي ځل په ۱۳۹۴کال کې د سپن غر د ځوانانو ټولنې له خوا جوړه شوه چې له هغه راهيسې هر کال کې ترسره کېږي.سيکارام د سپين غره لوړه څوکه ده چې د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې موقعيت لري، د دغې دوديزې مشاعرې نوم هم له همدغې لوړې څوکې اخيستل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *