افغانستاناقتصاد او رغونه

ننګرهار کې د سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې

شریعت: جلال آباد ښار کې د ۱۹.۹ میلیونو افغانیو په لګښت د سړکونو د بیارغولو چارې پيل شوې.
د جلال آباد ښاروالۍ مسوولین وايي ، چې د دغه ښار په ټولو ناحیو کې به د سېلابونو له امله ویجاړ شوي سړکونه بیا ورغوي، چې چارې یې د څلورمې ناحیې له بېزاکالاتي سړک څخه پيل شوې.
د مسوولینو په خبره، د دغو سړکونو د بیا رغولو لپاره د ښاروالۍ له بودجې څخه ۱۹.۹ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې د بیا رغولو چارې یې به د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *