افغانستان

ننګرهار کې د نږدې ۱۷۲ زره ډالرو په لګښت د یوې کرنیزې پروژې چارې بشپړې شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۷۱ زره ۹۷۱ ډالرو په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړې شوې دي.
دغه وزارت ویلي چې دغه پروژه د جاپان پلټ فارم په مالي لګښت بشپړه شوې چې په کې د ۲۹.۳ کیلو متره په اوږدوالي د ګلدرې کانال او فرعي لښتیو پاک کاري، یو سربند، ۹۸۸ متره استنادي دېوال او د اوبو د کنټرول په موخه د دوو دروازو رغول په کې شامل
دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ګلدرې کانال کې ۲۴۳ کسانو ته د دوه میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه، چې په جوړولو سره یې ۱۳ زره ۸۵۰ جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *