افغانستان

ننګرهار کې د ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بهسودو ولسوالی سهاک اوبحرا باد کانال تپو او غونډیو کې د نیالګیو ايښودل پیل شوي دي. د ننګرهار د کرنې ریاست د طبیعي زېرمو امر قاري سیداغا تنها وویل: «د بهسودو ولسوالۍ سهاک سیمه کې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په همکارۍ په ۴ زره جرېبه ځمکه کیندل شويو تراسونو کې ۸ زره د ناجو، صبر غوړاسکی،بېره ،ګلبید، پلوڅه، ویلکمر او نارنجو نیالګیو ايښودلو چارې پیل شوي دي.»  نوموړی وویل، چې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسه د ۱۲۷۱ عدده تراسونه کیندلو پلان لري، چې له دې ډلې تر دې دمه ۷۴۶ کيندل شوي او د پاتې نورو چارې روانې دي ،چې د سیمې ۷۲۵ تنو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده .
ښاغلی تنها وویل تر راتلونکی یو کال پورې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسه د ونو او بوټو ساتلو کې خلکو سره مرسته وکړي او له هغې وروسته به د سیمې خلک په بشپړ ډول د دې ملي شتمنیو ساتنه او پالنه کوي.
د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسه د بهسودو ولسوالی سربېره په ځینو نورو ولسوالیو کې هم د کانالونو جوړولو او رغولو تر څنګ د اصلاح شویو تخمونو،کرنیزو وسایلو، کیمیاوي سرو ،کورنیو چرګانو او نورو برخو کې د بزګرانو لاسنیوی کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *