
افغانستان
ننګرهار کې د کانال او سربند جوړولو چارې پیل شوې
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د UNDP په مالي او ROP/CBARD پروژې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۷۳ زره او ۴۰۰ ډالرو په ارزښت د یو کانال او سربند د جوړولو چارې پیل شوي.د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په وینا؛ دغه کانال ۲۰۵ متره اوږدوالی، ۱۷۰ مترو سلبونه، ۱۷۰ مترو سوپر پسیج، دوه د اوبو د کنټرول دروازې، ۱۰۰ متره د غاړو دېوالونه، ۱۷۰ متره کټپ وال او ۶۰۰ مترو پاک کاري لري، چې په بشپړېدو سره به یې یو زر او ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او زرګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.نوموړي زیاته کړې، دې پروژه کې به هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ تنه فني او غیر فني کاریګر کار کوي او د درېیو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.