
ننګرهار کې د ۹ ښوونځيو بیارغونې چارې پيل شوې
د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې، کوټ او اچین والسوالیو کې د ۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت ٩ ښوونځي بیا رغول کېږي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وایي، چې د بیا رغولو.په دې چارو کې د ښوونځیو د احاطې دېوالونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو برابرول، د تشنابونو رغول او نورې چارې شاملې دي، چې نن یې هسکې مېنې پاپین لېسه کې د دغې پروژې د بنسټ ډبرې په اېښودو سره رسماً چارې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغه پروژې لګښت په ختیځ کې د ماشوم ساتنې موسسې له لوري ورکول کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د دغې سیمې د پوهنې بهیر کې د پام وړ ښه والی راشي.
د پوهنې رياست د مسؤلينو په خبره، د پوهنې وزارت له لوري د ننګرهار پوهنې ریاست ته ٣ میلیونه ٩٠٠ زره درسي کتابونه برابر هم شوي، چې رسېدو سره به یې دغه ولایت کې د کتابونو کمښت ستونزه هم تر ډېره بریده حل شي.
ورته مهال د هسکې مېنې قومي مشرانو، زده کوونکو او د پوهنې د برخې ځایي مسوولینو له مسوولو مشرانو او مرسته کوونکې ادارې څخه مننه وکړه، چې د یادې پروژې پیل یې د دوی له سیمې وکړ.
هېره دې نه وي، چې په هېواد کې د تېرو شلو کلو جګړو پرمهال په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر ښوونځي ویجاړ شوي، چې اوسمهال بیا رغونې ته اړتیا لري.