
ننګرهار کې د 6 میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه شوه
شریعت: په ننګرهار کې د څه د پاسه ۶ میلیونو افغانیو په لګښت یو کانال او سربند ګټي اخستنې ته وسپارل شول
شریعت: په ننګرهار کې د څه د پاسه ۶ میلیونو افغانیو په لګښت یو کانال او سربند ګټي اخستنې ته وسپارل شول
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي په دغه ولایت کې د څه د پاسه ۶ میلیونو افغانیو په لګښت یو کانال او سربند ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ډاکو کلي کانال او سربند د رغول چارې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ او د اسلامیک ریلیف موسسې په تخنیکي همکارۍ څه د پاسه ۶ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه کانال به ۴۰۰۰ هکتاره ځمکو ته د اوبو رسولو زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه پروژه کې ۹۵۲ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.