افغانستان

ننګرهار کې له ۵۰۰ جریبه زیاته ځمکه د څڅوبي په سېستم جوړه شوې ده

شریعت: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري په ننګرهار ولایت کې د څاڅکو اوبو لګولو سېستم د پرانیستې پرمهال وویل، چې د پانګوالو لپاره هر ډول آسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن یو.
دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کرنې وزارت سرپرست په ننګرهار کې پر سل جریبه بڼونو کې د څاڅکو اوبو لګولو (ډریپ اریګیشن) د سېستم د پرانیستلو او د څاڅکو اوبو لګولو له سېستم سره د جوړو شویو بڼونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي له پانګوالو وغوښتل، چې راشي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، چرګانو، بڼوالۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، تر اوسه په دغه ولایت کې له ۵۰۰ جریبه زیات بڼونه د څاڅکو اوبو لګولو په سېستم جوړ شوي او دا لړۍ دوام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *