افغانستان

ننګرهار کې نږدې ۳ زره جریبه ځمکه پنبه کرل شوې

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د دې ولایت په ۲۱ ولسواليو کې بزګرانو په ۲۸۹۵ هکټاره ځمکه پنبه کرلې، چې د تېر کال په پرتله به څو برابره زيات حاصل ترې ترلاسه شي. د کرنې ریيس عبدالستار محمد وايي، چې تېر کال د ۱۱ ولسواليو په ۱۰۶۳ جريبه ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې ۱۷۸۲ مټريک ټنه حاصل ترې ترلاسه شوی و. د کرنې ریيس وايي يادو بزګرانو ته يې د پنبې ناروغيو مخنيوي، اوبو لګولو، کرنيزو عمليو، بازار موندنې، سرې ورکولو او حاصل ټولو په برخو کې عملي رزونه ورکړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *