اقتصاد او رغونه

ننګرهار کې پر ۱۲۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼ جوړیږي

د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د کانال ریاست پر ۱۲۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼ جوړولو چارې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي صدراعظم له لوري پیل شوې. دغه بڼ د کانال ریاست اړوند څلورم فارم په لومړي بلاک کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي صدراعظم، ننګرهارکانال رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم ، ننګرهار کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد او نورو مسوولینو له لوري د مالټې نیالګي په کېنولو سره پېل شوې. ټاکل شوې په دغه بڼ کې څه باندې ۸ زره د ۷۰۰۷ او ۷۰۰۹ ډوله مالټو نیالګي کېنول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *