افغانستان

ننګرهار کې ۳ خویندې اوبو لاهو کړې

د ننګرهار مسوولین وایي، د یاد ولایت په «سرخ دیوال» سیمه کې درې خویندې د جامو مینځلو په وخت اوبو ته غورځېدلې او شهېداني شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالبصیر زابلي ویلي چې دې خویندو ۱۵، ۱۷ او ۱۸ کاله  عمر درلود او د جامو وینځلو پر مهال د اوبو چک‌ډیم ته غورځېدلې دي.

د مسوولینو په وینا چې دا نجونې روغتون ته تر وړلو وروسته مړې شوې دي.   تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو د سختو ورښتونو له امله هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې وخت ناوخت ځوانان هم د لامبو پر مهال په اوبو کې ژوند له لاسه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button