
ننګرهار کې ۷۰ سلنه کارګرو ماشومانو ته زدهکړه ورکول کېږي
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې شاوخوا ۷۰ سلنه هغو ماشومانو ته چې په ښار او ولسواليو کې په درنو کارونو بوخت دي، د زدهکړو زمينه برابره کړې ده.دغه اداره زیاتوي چې يادو ماشومانو ته
د ديني، عصري او حرفوي زدهکړو زمينه برابره شوې ده.خو د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، لا هم په ځينو سيمو کې داسې ماشومان ليدل کېږي چې په ډېر بد وضعيت کې په درنو کارونو بوخت دي.د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فريدالله ثاقب پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د کارګرو ماشومانو شمېر کم شوی او نږدې ۷۰ سلنه دغه ماشومان په زدهکړو بوخت شوي دي.هغه زياته کړه: «له تحول وروسته چې موږ ته د ماشوم ساتنې نړۍوالې ادارې يا Save the Children له خوا اټکليز معلومات راکړل شوي وو، په ننګرهار کې د کارګرو ماشومانو چې په درنو کارونو بوخت وو، شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ کسان و، اوس موږ له دوه زره ډېرو ته د زدهکړو زمينه برابره کړې او يوه کمه برخه پاتې دي.»دی زیاتوي، دغو ماشومانو ته د ديني، عصري او حرفوي زدهکړو زمينه برابره شوې او کورنيو ته يې کوچني کاروبارونه جوړ شوي څو خپل ماشومان بېرته درنو کارونو ته اړ نه کړي. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې تر ۲۰۲۲ کال پورې د کارګرو ماشومانو شمېر يو ميليون او ۶۰ زره کسانو ته رسېده خو په دې برخه کې نور تازه ارقام تر اوسه نه دي خپاره شوي.