تاریخ او جغرافیه

نه هېردونکی اتل شهید اسماعیل اکا

۲۷ اسد ۱۳۹۱ لمریز کال
داربکېزم پروژه ښه په درز روانه وه… مخامخ یې دامریکایانو لخوا اکمالات کېدل، له تنخوا نیولې بیا تر وسایطو اولوجستیکي موادو یې هرڅه ورته برابرول.
داربکېزمفتنه چې مخترع يې امریکايي جنرال ډیوډ پیټرویس و خورا ستره وه په لومړي سرکې يې تریوه حده مشکلات هم وزېږول … اربکیانو دخپلو هېوادوالو سره دومره ظلمونه وکړل چې دتل لپاره به د افغانیت پرهسکه ټنډه تور داغ وي.
له ټولو ډېروحشت يې په کندهار کې د قوماندان رازق ترمشرۍ لاندې اربکي ملېشو وکړ… په ځانګړې توګه دبولدک ،پنجوایي اوژړۍ په سیموکې چې دهېڅ کلیوال مال اوځان خوندي نه و… په سلګونو ولسي وګړي يې پرته له محکمې اواسنادو په شهادت ورسول، تري تام يې کړل ،کورونه يې ور ونړول اوشنه باغونه اوفصلونه يې ورته تباه کړل. یوازې په دې پلمه چې ګواکې تاسو له طالبانو سره اړیکې لرئ.
فراه کې هم داربکیانو تشکيلات جوړشول ، لومړی په پشترود بیا خاکسفید اوبالابلوک کې.
څرنګه چې اربکیان مستقیم دامریکایانو لخوا حمایه اوتمويلېدل نو کله ناکله به يې تربیې اوروزلو لپاره خپله امریکايي پوځيان راتلل. تنخواوې اونور د اړتیا وړ توکي به يې په خپلولاسونو ورته وېشل.
دجمعې ورځ داسد اووه ویشتمه کال ۱۳۹۱ لمزیزو، په داسې حال کې چې دبالابلوک ولسوالۍ دکنسک سیمه کې داربکیانو لپاره د روزنې پروګرام نیول شوی و، امریکایي عسکر هم ددې لپاره ورته راغلي وو، چې له نږدې دخپلو غلامانو اوجوړې شوې ملېشې نه ليدنه وکړي، دافغانانو په منځ کې دفتنو اچولو مهارتونه ور زده کړي او دنورو وحشتونو لپاره ورته مرال اوروحیه ورکړي.
په دې وخت کې دهمدې اربکیانو له منځه یوتن سپینږیري ( محمداسماعیل اکا دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ دګرانې دکلي استوګن ) دخپل کلاشینکوف نونی په راغلو دسیسه ګرو امریکایانو ته ورسیخ کړ او دوه تنه بهرني اشغالګر او یو داخلي ګوډاکی چې غوښتل يې ځان دامریکایانو لپاره سپروګرځوي.ځای په ځای ووژل ! خوله بده مرغه اسماعیل کاکا هم دخپلو افغانانو لخوا په متقابلو ډزوکې په داسې حال کې په شهادت ورسېد چې دا نعري يې وهلې چې ما امریکایانو ته ورپرېږدئ، زه دافغانانو سره کار نه لرم.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *