افغانستان

نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ په سنګ پول سیمه کې موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. د نورستان د عامې روغتيا رياست مسوولين وایي، چې د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتیایي مرکز ته انتقال شوي او هغه ټپیان چې روغتيايي وضعيت یې د اندېښنې وړ و د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې په نورستان کې ډېری ترافيکي پېښې د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *