ادبشعرونه

نور امن دی

ګل به شي چمن به شي نور امن دی
ښکلي دا وطن به شي نور امن دی

هر خوا ته د سپین بیرغ وزري دی
زړونو ته دیدن به شي نور امن دی

د اولس دردونو ته شفا به شي
سم د درمل ستن به شي نور امن دی

سپین سحر حاکم دی ماښام کډه کړي
ورک نور ماخُستن به شي نور امن دی

دا د یوویشتم قرن ملنګ طالب
د هیواد څښتن به شي نور امن دی

خدایه حفاظت مو د نظام وکړې
روح د هر یو تن به شي نور امن دی

نور به دې (تپاند زُهاده) زړه جوړ شي
ګل به شي ګلشن به شي نور امن دی

تپاند زُهاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close