مقالی اوتبصرې

نړیواله لوبه او د پاکستان رول

زموږ ګران هېواد افغانستان چې دآسیا د وچې په زړه کې موقعیت لري او دآسیا د زړه اوتاج حیثیت لري دخپل ستراتيژیک موقعیت په درلودلو سره دنړیوال استعمار دسترګو ازغي ګرځيدلی اوهریو یې په خپل وار پرافغانستان خپلو اهدافوته درسېدو په موخه پري یرغل کړی او خپل زوریې ازمایلې. له مقدوني سکندر راواخله آن تر چنګیز، انګریزي استعمار، قطبي خرس اوغربي ښکېلاکګرو دوحشیانه یرغلونو په مقابل کې دمؤمنو افغانانو اومجاهدینو دسپېڅلي جهاد اومبارزې په پایله کې چې دتېرې یوې پېړۍ په لړکې د دريو سترو استکباري اواستعماري امپراطوريو ناولې هیلې اوآرمانونه له خاورو لاندې شول او زموږ هېواد د استعمارچیانو د هدیري په نوم ونومول شو لکه چې په خپل وار هرافغان ملت مستحکم هوډ او کلک مقاومت ستایلی او اعتراف یې کړي لکه چې دبرېتانیې دهغه وخت صدراعظم چې ګلاډیسټون نوميده دانګریزي ښکیلالګرو ځواکونو له ماتې وروسته ویلې ؤچې له هغه قوم سره څوک څه کولای شي چې هغوی جنت دټوپک په میل (نیله) کې ګوري. دوخت دشوروي اتحاد د سرو لښکرو له ماتې وروسته د روسي قواوو قوماندان جنرال ګروموف چې کله دحیرتان له پله څخه دتېرېدو په حال کې چې افغانستان ته یې شاوه وویل : پرافغانستان یرغل دشوروي اتحاد دزمامدارانو یوه نه جبرانیدونکي اشتباه وه له هغې وروسته کله چې دامریکا تر قیادت لاندې دناټو ائتلافي ځواکونو پرافغانستان یرغل وکړ او دشل کلن حضور په لړکې يې دافغان مؤمن اومېړنې ملت مقاومت مات نکړی شو او په مقابل کې ټولې نړۍ ماته وخوړه دامریکي دریو جمهورو رئیسانو اوباما، ټرمپ او جوبایډن په خپل وار په خپله ماته اعتراف وکړ او افغانستان یې دنړیوال استکبار د هدیرې په نوم ونوماوه. دنړۍ دسترو قوتونو ترمنځ دغه نړیواله لوبه لاهم دوام لري او ددغه نیابتي جنګ ډګرونه اکثره اسلامي هېوادونه دي چې هغوي په کې دخپلو وسلو ازموینه اویوبل ته دخپل زور اوطاقت څرګندونه کوي، په دغه نړیواله لوبه کې پاکستان دیوه ګوډاګی(نانځکې) رول لري اوڅه چې باداران یې ترې غوښتنه کوي. عمل کوي پرافغانستان دشوروي اتحاد، یرغل پرمهال یې چې مهم هدف یې دهند سمندرته د روسانو رسیدل ؤ له افغانانو څخه د ډال په توګه د انګریزانو اوامریکانو په هدایت اولارښوونه کارواخیست او افغانان ددغه سره سیلاب په مخکې لکه فولادي غرکلک ودریدل اوګرمو اوبوته د رسيدلو دا سترآرمان اوهيله دافغان مؤمن اوقهرمان ملت دلامثاله اوبې دریغه قربانیو په پایله کې له ماتې سره مخ شوه. که افغانان نه وای نن به پاکستان هم ددنیا په نقشه کې وجود نه درلود خو برعکس کله چې په افغانستان کې د سورښامار داړې ورماتې شوې اوټیټ سرونه زموږ له هېواده ووتل دامریکا فرعوني ځواک چې په دنیا کې یې بل بدیل نه درلود پرافغانستان دیرغل پريکړه وکړه چې بیا هم په دغه یرغل کې زموږ همدغه همسایه هېواد چې اصلاً دبرېتانیې لخوا خپلو اهدافوته درسېدو په موخه ورته دپاکستان په نوم دایران ، افغانستان اوهند څخه را جلا شوې ځمکي چې دیادو هېوادونو اصلي ملکیت ګڼل کېږي په واک کې ورکړل شوي او دخپلو موخو لپاره ګټه ترې اخلي د افغانانو په ضدیې هوايي ډګرونه په واک کې ورکړل او د همدوي له خاورې یې زموږ پرهېواد یرغل وکړخود شل کلن اوږده اونابرابره جنګ په لړکې ونه توانیدل افغاني مقاومت کمزوری اوله منځه یوسي چې بالاخره د وږی په نهمه نېټه زموږ له هېواده تېښتې ته اړشول او خړغوږونه له افغانستانه ووتل اوپه نظامی ډګر کې له بشپړې ماتې سره مخ شول. دنړۍ حالاتو ته په کتو سره امریکایانو او روسانو دیوبل دکمزوري کولو هڅې پیل کړي چې په اوکراین اوفلسطین یې روان نیابتي جنګونه هم ددغه سناریویوه برخه ده چې ددغه جنګونو د اور خاشاک یې زیاتره اسلامي هېوادونه دي او ددې ترڅنګ یې دافغانانو پرضد هم دځينو مغرضو رسنيو پرمټ یوبله تبلیغاتي اورسنیزه جګړه هم جاري ساتلې، د اسلامي امارت په واکمنيدو سره چې اصلاً نه غواړي په افغانستان کې یو مستحکم اسلامي نظام دې رامنځه شي په وېره کې دي. اوس چې روسې هم دیوه نوی زبرځواک په توګه سررا څرګند کړی د چین شمالی کوریا، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو په ملتیا دامریکا اوناټو ائتلاف ضعیف اوکمزوری کړي او دنیا په څو قطبونو وویشي. امریکا او ناټو غواړي دپاکستان پرمټ یوه نوې پروژه پیل کړي، پر افغانستان د پاروونکو نيوکو لړئ ته دوام ورکړي او دواړه هېوادونه دشخړو ترسرحده ورسوي، پاکستان چې دچینایانو ډېر زیات قرضدار دي امریکایان غواړي د پاکستان اوهند ترمنځ روغه جوړه وکړي او دواړه اتومي هېوادونه د چین پرضد استعمال کړي، دپاکستاني جنرالانوپاروونکې ویناوې دهمدغه لوبې یوه برخه او دامریکایي اوغربي ښکېلاګرو استازولې کوي. پاکستان ته په کارده چې دخپلو بادارانو له سرنوشت څخه عبرت واخلې اوله بې ځايه څرګندونو څخه چې دافغانانو احساسات راپاروي په کلکه
ډډه وکړي.

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *