نړۍ

نړیواله محکمه: اسرائیل دې د فلسطینیانو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه واخلي

د راپورونو پر اساس نړیوالې محکمې غزه کې د اسرائیلو د بریدونو او د بې‌ګناه فلسطینیانو د شهیدانولو د سملاسي پای ته رسولو امر کړی.
هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ټولو ۱۷ قاضیانو پرېکړه کړې، چې اسرائیل باید د فلسطینیانو د وژل کېدو مخه ونیسي او د لا خوندیتوب لپاره یې اقدامات وکړي.یادې محکمې دغه‌راز ویلي، چې غزه تړانګه کې به د اسرائیلو پر وړاندې د نسل وژنې تورنه لیرې نه کړي. په لومړي حکم کې ویل شوي؛ اسرائیل باید ډاډ ورکړي، چې ځواکونه یې غزه کې نسل‌ وژنه نه کوي.دغه‌راز د بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي او په یوه میاشت کې دې محکمې ته د دې حکم د عملي کولو په اړه راپور ورکړي. نړیواله محکمه کې ټینګار شوی، چې اسرائیل باید د غزې خلکو ته د بېړنیو بشري مرستو په رسولو کې هم برخه واخلي.یادې محکمې دا حکم د سویلي افریقا د قانوني شکایت په رڼا کې صادر کړی.سویلي افریقا غزه کې د اسرائیلي وحشتونو په غبرګون قانوني شکایت ثبت کړی و او پر فلسطینیانو د کېدونکو زور زیاتیو او نسل وژنې د درولو غوښتنه یې کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button