اقتصاد او رغونه

نړیوال بانک: بهر ته د افغانستان صادرات نږدې دوه میلیارده ډالرو ته رسیدلي دي

شریعت: نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو نهو مياشتو کې د افغانستان صادرات له

شریعت: نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو نهو مياشتو کې د افغانستان صادرات له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتي دي. د دغه بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ په نهو مياشتو کې افغانستان یو میلیارد او ۷۰۰ ميليونه ډالره صادرات لرل، چې ۶۵ سلنه یې پاکستان ته شوي. سرچینه زیاتوي، په تېرو شپږو مياشتو کې افغانستان له ایران، پاکستان او چین څخه د درې میلیارده ډالرو توکي وارد کړي. د نړیوال بانک په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د خوراکي او نفتي توکيو بيې کمې شوي او د ځینو توکیو بیې په سلو کې له اتلس سلنې څخه تر نهه سلنې راښکته شوي دي. په دې توکیو کې پر نفتو سربېره د غنمو، بورې، غوړیو او وچې ډوډۍ يادونه شوې ده. د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ويلي، چې د صادراتو او توکيو د نرخونو په برخه کې پرمختګونه د دوی د هڅو له امله دي. د سوداګرۍ خونې غړی خانجان الکوزی بيا پاکستان ته د صادراتو د زیاتېدو لويه برخه دغه هېواد ته د افغان کانونو د توکيو ډېر استول بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو شلو کلونو کې له پراخو هڅو او منابعو سره د افغانستان صادرات له ۸۰۰ میلیونو نه اوښتي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *