مقالی اوتبصرې

نړۍ دې افغانستان کې اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي

په افغانستان کې له څه باندې دوه نیمو کلونو راهيسې اکثره هېوادونه او نړيوال سازمانونه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو د نقض پرله پسې ادعاوې کوي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سترې شورا ۵۵مې غونډې ګډونوالو په يوې ګډې اعلاميې کې يو ځل بيا په افغانستان کې له کار او زده کړو د افغان نجونو او مېرمنو پر منع کولو اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومته غوښتل شوي، چې د ښځو او نجونو حقونه
تامین کړي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي او اسلامي شريعت چې انسان ته کوم حق ورکړی، اوسنی حکومت يې هم خپله وجيبه ګڼي او فرض يې بولي، چې خلک په ځانګړې توګه افغان مېرمنې د اسلامي لارښوونو پر بنسټ خپل حق ترلاسه کړي، د افغانستان اسلامي امارت ټولې پرېکړې د اسلامي شريعت د لارښوونو، دوو اړخيزو او څو اړخيزو تعهداتو او ملي ګټو په رڼا کې ترسره کېږي او چمتو دی چې له نړيوالي ټولنې سره ګډو اندېښنو ته د رسېدنې په موخه تعامل ته دوام ورکړي. نړۍ باید په افغانستان کې اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې نوره لاسوهنه ونه کړي،ځکه له کاره د ښځو منع کېدل د افغانستان يوه کورنۍ مسئله ده او دغه ډول کړنې پر بهرنيو هېوادونو هېڅ کوم اغېز نه لري، هغه دريځونه چې د ژور تفاهم پر بنسټ ولاړ نه وي، د منلو وړ پايلې نه لري او افغانانو ته هېڅ ګټه نه کوي.
ملګري ملتونه د حکومتونو ترمنځ هغه سازمان دی، چې موخې یې يوازې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د نړیوالې همکارۍ رامنځته کول او د ملتونو د چارو همغږي کول دي، معنی داچې د ملګرو ملتونو سازمان بايد نړۍ کې د امن ساتلو ته پوره پاملرنه وکړي، په نړيواله کچه د بېلابېلو قومونو تر منځ ملګرتيا او ښې اړيکې جوړې کړي، دغه راز یاد سازمان بايد د نړۍ په کچه د ښه اقتصاد، ثقافت او ښه انساني معاشرې پيدا کولو لپاره د هېوادونو تر منځ ښې اړيکې وساتي او د غريبو هېوادونو د فقر په له منځه وړکو کې کوټلي ګامونه اوچت کړي، نه داچې د غربي نړۍ د موخو په ترلاسه کېدو د بل چا په کورنيو چارو کې مداخله وکړي او په اړه يې مکاره اندېښنه ښکاره کړي!
افغان ولس د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولې نړۍ غواړي، چې د افغانانو اسلامي فرهنګ او ارزښتونو ته درناوی وکړي او نور د افغانستان په کورنيو چارو کې بېځايه مداخله ونه کړي، افغان ولس نور نه غواړي چې خپل هېواد د پرديو موخو لپاره د جګړې ډګر شي او د تېر په شان خپله خاوره د پرديو استخباراتي کړيو د اور په لمبو وسوزول شي، نو اړينه ده چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د دغه اندېښنې د مخنيوي لپاره په اسلامي امارت د بنديزونو لګول په غير مشروط ډول ودروي او نور دې ورته بېلابېلې پلمې نه لټوي، ملګري ملتونه بايد په بې طرفه ډول خپل قوانين او مقررات تعقيب کړي او له هېوادونو سره په اړيکو کې بايد هېڅ ډول تبعيض او تعصب ونه ساتي.
په نړيواله کچه ځينې هېوادونه په دې هڅه کې دي، چې افغانستان کې د غربيانو د غوښتنو ترځنګ غربی فرهنګ رواج کړي، چې دا زموږ له فرهنګ سره ډېر توپیر لري. غربي ټولنه له یوه فرهنګه پيروي کوي، د ښځې او نارينه حقونه یو بولي؛ خو په اسلامي ټولنه او په ځانګړې توګه افغانستان کې بیا دا هر څه متفاوت دي، نو غرب دا بېلانس نه ساتي او نه دې اصل ته پاملرنه کوي، بلکې د یوې پلمې په توګه د بشر د حقوقو موضوع مطرح کوي او په مکرر ډول تورونه پورې کوي چې دا هر څه بې ګټې دي.دا لومړی ځل نه دی،چې د افغانستان په تړاو دا ډول څرګندونې کېږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته خبرې شوي دي،بهرنيان افغانستان کې خپلې سياسي موخې لري،نو ځکه نه غواړي د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې موضوع مطرح شي. د نړۍ ټول هېوادونه د خپلو ملي ګټو پر اساس په مسايلو کې دخيل او يا هم نظر ورکوي او د امريکا متحده ايالت هم همدې ګټو ته په کتو دا ډول څرګندونې کوي. نن که د نړۍ د هېوادونو مشران او چارواکي د افغانستان پر موضوع خبرې کوي، دوی خپلې مغرضانه ګټې مخکې له مخکې په پام کې نيولې او همدا اوس هم د خپلو مغرضانه او شومو ګټو د تر لاسه کولو لپاره په يوه او بله پلمه يې هڅې ګړندۍ کړې.ملګري ملتونه چې په نړۍ کې ځان د سولې راوستلو مخکښ بولي او يوازينۍ موخې یې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیااو د نړیوالې همکارۍ رامنځته کول دي، نو بيا ولې د خپلو موخو او مقاصدو خلاف کړنې ترسره کوي، دوی چې په نړۍ کې يوازې افغانستان تر غوږ نيولی او هر وخت يې په اړه اندېښنې ښکاره کوي، ډېره د خندا وړ ده، ځکه که دوی ته د بشر حقونه مهم وای، نو د فلسطيني مېرمنو د حقونو پر نقض ولې غږ نه پورته کوي، چې همدا اوس هم په مبارکه مياشت رمضان کې شهيدانېږي او د سترګو په وړاندې يې اولادونه د وينو په ډنډ کې لامبي، آیا د نړۍ په کچه يوازې د افغان مېرمنو بشري حقونه نقض شوي، کنه په نوره نړۍ کې هم نقض کېږي، تاسو فکر وکړئ، چې د دغه توپيري چلند تر شا کومې موخې نغښتې، ما مخکې وويل چې غربي نړۍ غواړي د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان کې خپلې سياسي موخې ترلاسه کړي، خو همدغو مغرضو هېوادونو او سازمانونو ته د افغان ولس پيغام دادی، چې هېڅکله به د دوی تر اغيزې لاندې رانه شي او خپلو شومو موخوته به ونه رسيږي.

وحيدالله هڅاند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *