
نیزه بازي (سانگې ) د لرغونوآریایانو میراث دی
په نړۍ کې په بېلا بیلوبڼواوتاکتیکونوپه سلګونو ورزشي لوبې ترسره کېږي چې د ځینو لرغونتیا تر پخواني یونان اود المپیا ترلوبو پورې رسېږي اوحماسي بڼه لري ، ځېنې یې بیا تازه اودځوانانوپه نوښت را منځ ته شوي چې تفریحي بڼه لري په حماسي لوبوکې د جګړې لپاره مهارت ، وړتیا او ورزش حاصلېږي چې نیزه بازي ، وزلوبه ، پهلواني ، غېږنیونه ، منډه ، اس ځغلول ، نښان نیول ، غشی او لېنده ، شمشېربازي او چوب بازي شامل دي ، په دې لوبوکې د انسان بدن د جګړو لپاره د وړتیا او چابکۍ ورزش اخلي اوتفریحي لوبې بیا والیبال ، فوټ بال باستکبال پینګپانګ او ورته نورې لوبي دي.
نیزه بازي یا سانگې د حماسي لوبوپه ډله کې هغه لوبه ده چې د آریانانو له زمانې د پښتنوترمنځ دېوې پخوانۍ دویزې لوبې په بڼه په ميراث را پاته ده ، اوس زیاتره په ودونو ، اخترونواود ماشومانو د زوکړې په مهال اویا هم د نوروخوښیوپه لمانځلوکې په کلیواو بانډوکې ترسره کېږي یا هم کله نا کله ددوویا څو ولایتونوترمنځ د سیالۍ په بڼه هم ترسره کېږي ، له لویه سره دسانگې لوبې ، دهېواد د شپږوسهیلي ولایتونو لکه غزني ٬ پکتیا ٬ پکتیکا ، زابل ٬ وردگ او خوست داوسېدونکوترمنځ ترسره کېږي ، خو پاته دې نه وي چې سانګې په هند او پاکستان کې په پراخه کچه مینوال هم لري ، د تکتیکي اهمیت له پلوه دا لوبه ډېراهمیت لري ، ځکه نیزه بازې یوه په زړه پورې اوپه عین ضمن کې دلوبغاړي اودآس لپاره خطرناکه لوبه ده ځکه آس په دې لوبه کې په خپل ټول توان په ډېره چټکۍ ځغلي که ولویږي آس اوسپرلی دواړوته د سرزیان تکیه دی.
په ملي کچه دپخوانیوحکومتونود نه پاملرنې له وجې د نیزه بازۍ لوبه له انقراض سره مخ کېده خو د هېواد د سهیلي ولایتونو اوسېدونکي بیا په ټینګه وایی چې دا لوبه به دوی نسل پر نسل ترهغه ژوندۍ ساتي څو دوی ژوندي وي نیزبازي دویته له خپلوپلرونوپه میراث پاته ده اودوی به یې خپلواولادونوته په میراث پراېږدي .
د نیزې بازی لوبې په یوه آواراونسبتا پراخه ډاگ کې د ډهل اوسورڼي د غږ په بدرگه په خاص هنراود لوبغاړي په ورزشي مهارت ترسره کېږي ، ددې لوبې په مهال په آس سپورکس (لوبغاړی) په ځمکه له خښ شوی (موگي ) سره دآس د ځغاستې په مهال له نیزی سره داسې زاویه برابروي چې په خپل وروستۍ ځېرکۍ دآس په تیزه ِځغاسته کې په مځکه کې د خښ شوي موگې په ایستلوسره خپل برې ترلاسه کړي . خوعجیبه داده چې د نیزه بازۍ په مهال څومره چې د سورڼي اوډهل غږتیزیږي په هماغه اندازه آس هم ورسره مستیږي اوخپله ځغاسته یوپه دوه تیزوي .
نیزبازې یوه انفرادې لوبه وه چې بري یې په شخص پورې اړه لري اوکه له کوم بل ولایت څخه د نیزه بازۍ کوم ټیم د سیالۍ لپاره بل ولایت ته تللی وي نوافتخاریې بیا د ټول ولایت په ټېم پورې اړه لري ٬ دنیزه بازۍ لوبه دتیټ خوچالاک آس په سپرلۍ ډیره ښه ترسره کېږي ، خوزیاتره د نیزه بازې په لوبه کې د نرآس په ځای (اسپې ) ته ترجیح ورکول کېږي ځکه آسپه د خپل (مئینې) اوتیزې منډې له کبله ښه نتیجه ورکړې ، همدارنگه ددې ښگېڼې ترڅنگ د لوبې پرمهال د نرآس په پرتله یې کنترول هم آسانه وي ، په دې لوبه کې هغه څوک چې په جسمي لحاظ یې وزن کم وي هم دبریالیتوب چانس ډیرلري .
دنیزه بازۍ لپاره دوه اویا له ددومتروڅخه دڅه زیات ٬ خوکلک لرگي نه چې تېرتېغ یې په سرکې نصب وي اساسي لازمه ده .
لکه د مخه چې وویل شول دا لوبه نه یوازې په افغانستان بلکې په پخواني (نا ویشلي) هند کې هم دعنعنوي لوبوپه قطارکې حسابېدله پخوابه افغان لوبغاړي د سیالیولپاره پنجاب ته تلل اوتل به بریالي راګرځېدل ځکه افغانان د پنجابیانوپه پرتله کلک اوچابک و
خوله دې ټولوښېگڼوسره سره په خواشینۍ سره یادونه باید وکړو چې د نیزه بازۍ لوبه د پښتنو د نورو(فرهنگي میراثونو) په څیرد تبعیض په ډېرلوړمهارت د نورو فرهنگونو تراغیزلاندې راغلې ده چې ښه څرگند مثال یې په ملي کچه د هېواد د نورو دودیزو اوملي لوبوپه قطارکې د نیزه بازۍ د فدراسیون نشتوالی دی . په نیزه بازۍ کې نه یوازې په مځکه خښ شوی موگی په منډه کې له مځکې را ایستل کېږي بلکې دسمال یا کوم بل څیزهم په منډه له مځکې را پورته کېږي اوپه دې توگه د لوبغاړي مهارتونه ښودل کېږي ٬ سانگې (نیزه بازي ) هم له پخوانیو حربي تکتیکونوسره داسې تړاولري چې په دې لوبه کې د لوبغاړي هغه هنراو مهارت ښودل کېږي چې څنگه کولای شي د محاربې په ډګرکې یوڅیزچې هغه هم په مځکه کې ښخ وي په منډه کې را پورته کړي چې د عمل دغه سرعت لیدونکوته د سانگود اصلي پیغام په توگه د اهمیت وړدی .
په نیزبازۍ کې د ډهل اوسورڼي د رول په اړه باید وویل شي چې د موسیقۍ دا دواړه آلې د نیزه بازۍ په مهال لوړاهمیت لري ځکه کله چې د ډهل اوسورڼي غږ پورته شي آس دومره مستیږي چې خپل سرعت یوپه دوه کوي اوترڅنگ یې دآس ځغاسته اود ډهل اوسورڼي موسیقي په لیدونکودومره اغیزاچوي چې د مېلې اوخوښۍ په مهال هېڅ لحظې په دې شیبو پسې نشي رسېدای .
ډهل اوسورڼی هم د آریایی فرهنگ یو داسې میراث دی چې تراوسه په هماغه پخوانی بڼه د پښتون قام ترمنځ پاته شوی دی که څه هم ځینې څېړونکي په دې باوردي چې ډهل له افریقا څخه هند ته راغلی دی اوسورڼۍ د کوم قوم خاص مال نه دی ٬خوموږ یوازې دا خبره کووچې دموسیقي په آلاتوکې د لرغونتوب په لحاظ ترهند به کوم بل غني هېواد ځکه نه وي چې همدا اوس په هند کې د موسیقي داسې الې موجودې دي چې په نوره نړۍ کې بیلگې نشته له بل پلوه موسیقي اونڅا د هند په مذهبي قدسیت دوه شامل ارزښتونه دي له دې چې د افغانستان اوهند د موسیقۍ ځېنې آلې ورته والی لري نو دا ښیې چې د ډوهل مبدا هم هند ده ځکه په آریایی لیږد کې اوسني هندوان اود (پکت) قبیلې په یوه ځای د هندوکش له غرونو سهیلي لورته را اوښتې دي او کوم پخوانی فرهنگ چې دوی له ځان سره را وړی و همدا اوس هم په لږ او ډېرتوپیرپه هند اوافغانستان کې ورته والی سره لري .
حیا ت الله حلیم