افغانستان

نیلي کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د دایکنډي په مرکز نیلي کې د ۳،۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې ټولګټې پروژې چې د سړکونو، کوڅو، لښتي او د پلچکونو رغول په کې شامل وو، ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د نیلي د ښاروالۍ ادارې مسولین وایي، چې د دغو پروژو لګښت د دغې ادارې له لوري ورکول شوی او په پلان کې ده، چې دغه ښار کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي. د دایکنډي مرستیال والي مولوي احسان الله رحمتیار چې د دغو پروژو د افتتاح په مراسمو کې یې ګدون کړی وو، ډاډ ورکړی چې دغه ولایت کې به ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
د نیلي ښاریان هم د دغو پروژو له پلې کېدو څخه خوښ دي او د ورته نورو پروژو تطبیق هم غواړي.
د یو بل خبر له مخې؛ دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د مسافربري ترمینال هم په کار پیل کړی، چې مسافرو ته به په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *