
افغانستان
نیمروز کې اورلګېدنې خلکو ته درنه مرکژوبله اړولې
د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د یوې لویې اورلګېدنې له امله خلکوته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د دلارام ولسوال مل پاسوال ګلنبي نظيف وويل، چې پرون سهار د چشت ښار د دلارام په بازار کې اور لګېدلى، چې خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي. د هغه د معلوماتو له مخې، لومړى په يوه موټر کې چې سل بوشکې تېل بار و، اور ولګېد او وروسته اور له مالونو ډک کانټينرونو او د خلکو دوکانونو ته خپور شو. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه موټر کې سل بوشکې تېل، يو کانټينر د موټر پرزې، وچه مېوه او نور توکي په کانټينر کې دننه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.