افغانستان

نیمروز کې د څښاک اوبه برابرې شوې

د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د څښاک پاکو اوبو د درېیو څاه ګانو د کېندلو چارې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغو څاه ګانو د کېندلو موخه زرنج ښار کې د څښاک5

اوبو په برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه ده. د نیمروز اوسېدونکي وايي، چې د څښاک پاکو اوبو ستونزې د بشپړ هواري لپاره د لا زیاتو څاه ګانو کېندولو ته اړتیا ده. د مسوولینو په خبره اوسمهال د قلعه فتېح له ۱۴ څاه ګانو د نیمروز زرنج ښار اوسېدونکو ته شپږ زره متره مکعبه اوبه برابریږي، په داسې حال کې چې د دغه ښار اوسېدونکي په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ زره متره مکعبه اوبو ته اړتیا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *