تاریخ او جغرافیهلیکنې

هاغه مخامخ زموږ کور دی ۱۳۸۶ / لمریز کال

په ګرشک ولسوالۍ کې د اسلامي امارت له لوري د کمېسیون لپاره مسؤل وم. هاغه مهال لا اداري تشکیلات د اوس په څېر منظم نه وه. د کمېسیون دنده د ولسي وګړو د حقوقي دعوو او شخړو حل او فصل همدا راز د نظامي مجاهدینو د لیکو اصلاح او نظم و.
د سیمه ېیزو کلیوالو چلند زموږ سره ډېر صمېمانه و، ښه په مېړانه یې خدمت کاوه، حتا تور سرو به کورني چرګان د ماشومانو په لاس رالېږل. کله چې به جګړه وه کلیوالو به په ډېر اخلاص او زړورتیا مجاهدینو ته د دښمن مراکز ور په ګوته کول.
یوه ورځ سهار مهال د قلعه ګز په کلي کې درنه جګړه روانه وه، چورلکو هم ټکان کول د کورونو نه تور سرې او ماشومان د جګړې له موقعیته کښته خواته روان و، مجاهدین د جګړې ځاي ته په کوڅه کې د حرکت په حال کې وه په داسې حالت کې چې درنه جګړه شروع وه یوې ښځې را ږغ کړه: طالبه ! هاغه مخامخ کور زموږ دی، ترموزان له چایو ډک دي او دسترخوان هم له تودې ډوډۍ نه ډګ دي او د کور دروازې هم پرانیستې دي، که مو ډوډۍ ته شوق کېدی بس ورشۍ.
دا وه د ښځو مېړانه او د مجاهدینو سره اخلاص چې په دې حال کې هم د مجاهدینو د ډوډۍ فکر ورسره و. واقعاً د امریکايي اشغال په ټوله موده کې ولسي وګړي اوږه پر اوږه د مجاهدینو سره ولاړ و، اعاشه او اباته یې ټول پر دوی و.
مهربانه ربه ! مجاهدینو ته توفیق ورکړه چې د ولس د دې سترو قربانیو په بدله کې یو خپلواک او اسلامي حکومت جوړ او د دوی پر زخمونو درمل کښېږدي.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *