افغانستان

هرات موزیم ته له ۵۰۰ ډېر لرغوني آثار سپارل شوي

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د موزيم او آرشیف ته د تېرو دوو کلونو پرمهال له ۵۱۵ څخه زیات لرغوني آثار راټول او سپارل شوي دي.د دغه ولایت د موزيم او آرشیف عمومي مدير عبدالجبار نورزي د باختر آژانس خبريال ته وويل:” په دوو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري ۲۱۵ تاریخي آثار کشف او د هرات موزیم ته سپارل شوي او همدرانګه له ۳۰۰ څخه زیات نور تاریخي آثار د فرهنګ مینه والو له خوا دغه موزیم ته ډالۍ شوي دي”.نوموړي دغه راز له مرکزي چارواکو وغوښتل چې دغه تاريخي آثار بېرته ورغوي او نندارې ته یې وړاندې کړي.د يادونې وړ ده، چې د هرات موزيم او آرشيف د دغه ولايت د اخترالدين په کلا (ارګ) کې موقعيت لري او له سل کاله وړاندې پرانيستل شوی، چې هغه مهال يې د ننوتلو بيه يوه سکه وه او د عجب خانې په نوم هم يادېده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button