
افغانستان
هرات ښار کې ۵۰ پروژې پلې کېږي
د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، چې روان کال په دغه ښار کې ۵۰ پروژې ترلاس لاندې لري، چې په بشپړېدو سره به یې د ښار بڼه بدله شي.
د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر آرمل وویل، چې په دغو پروژو کې څلور لویې پروژې چې په کې د کانالونو او سړکونو جوړول شامل دي، پلې کېږي.
آرمل زیاته کړه، چې روان کال په دغه ولایت کې د دغه ادارې عواید یو میلیارد او ۸ میلیونه اټکل شوي، چې له دې جملې څخه به ۷۱۵ میلیونه افغانۍ په بېلابېلو پروژو ولګول شي.
نوموړي وویل، چې د روان کال له پیله تر دې دمه دغه ښاروالۍ ۱۲۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.