
افغانستان
هرات کې۴ پروژې پلې کېږي
د هرات ښاروالي سږ کال په دغه ولایت کې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت څلور لویې پروژې عملي کوي. په دې وروستیو کې د هرات ښارولۍ پراختیايي بودجه د مرکز لخوا منظوره شوې او د ښار د ننه د پروژو د بیارغونې او تنظیم چارې پيل شوې دي. بلخوا بیا د هرات سیمه ییزو چارواکو د ښار په شمال کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، لومړنۍ پروژه پرانیستې ده. سږ کال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر څه باندې ۱۰۰ کوچنیو او لویو پروژو کار روان دی، چې په یادو پروژو څه باند ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.