
هرات کې به ۶۳۰ تنه ښوونکي په دندو وګمارل شي
د هرات د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې، څه باندې ۴۰۰ ښوونځي په دغه ولایت کې ودانۍ نهلري او دې چارې پر زدهکړو ناوړه اغېز کړی دی.په هرات کې د ښوونکو د ازادې سیالۍ په ازموینه کې څه باندې ۱۶۰۰ ښځينهوو او نارينهوو ګډون کړی و.د هرات د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې ټاکل شوې د ازموینې د دغو ګډونوالو له ډلې ۶۳۰ تنه په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګومارل شي.د هرات د پوهنې رییس عبدالله امیني وايي:«موږ هڅه کوو چې دواړه برخې د دوی د استعدادونو په اندازه استفاده شي او موږ یې ګومارو یعنې د ښځینه او نرینه لپاره محدودیت نشته.» د دې ازموینې ګډونوال چې د پوهنتون او ښوونځي فارغان دي په دغې ازموینه کې د روڼتیا غوښتوونکي دي. د ازموینې ګډونوال عبدالهادي طلوعنیوز ته وویل:«داسې سیمې دي چې هلته د ښوونکي کموالی حس کېږي او مخکې هم دا ستونزه وه او اوس هم شته چې بالاخره هغوی ته باید رسېدنه وشي.» د ازموینې ګډونوال احمد شعیب هم وايي:«هغه سیمې چې لېرې پرې دي هلکان له درسونو محروم وو، اوس له یوه بهیر سره چې باید رڼه او عادلانه وي، هیله من یوو په عمل کې هم وي ازموینه ورکوو چې وګومارل شوو.» د هرات د پوهنې ریاست وایي، چې دا اداره نږدې څلور زره ښوونکو ته اړتیا لري. د هرات په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت، په ځانګړې توګه په کلیو او ولسوالیو کې ښوونیز بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.د هرات د متخصصانو شورا رییس محمد رفیق شهیر څرګندوي:«کهچېرې موږ د ښوونې لپاره بسندویه ښوونکي ونهلرو طبیعي ده چې درسونه نیمګړي مخته ځي، زدهکوونکی نهشي کولای چې له خپل ښوونیز وخته غوره استفاده وکړي.»د ښوونکو د کمښت تر څنګ، د هرات په ډېریو برخو کې زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي. د هرات د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې، څه باندې ۴۰۰ ښوونځي په دغه ولایت کې ودانۍ نهلري او دې چارې پر زدهکړو ناوړه اغېز کړی دی.