افغانستان

هرات کې د زلزلې له امله کورونه نړېدلي

د هرات اوسېدونکي د پرونۍ زلزلې زورورو ټکانو وېرولي او ډېریو یې خپل کورونه پرېښي دي.
ویل کېږي چې دا زلزلې څه وخت وړاندې رامنځته شوي. راپورونه څرګندوي چې د یادې زلزلې څپې د هرات سربېره بادغیس، نیمروز او فراه اوسېدونکي هم وېرولي.په خواله رسنیو کې ځینې انځورونه او ویډیویي کلیپونه لاس په لاس کېږي چې ګڼو هراتیانو خپل کورونو پرېښي او لارو جادو ته راوتي دي. د یادې زلزلې د ځاني او مالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو عیني شاهدان وایي چې دې زلزلې په هرات کې برېښنا پرې کړې او د استوګنې څو کورونه نړېدلي.د زلزلې د سنجونې امریکایي ادارې یا یو اېس جي اېس ویلي چې زلزله د غرمې په دوولسو بجو، لسو دقیقو او نهه ویشتو ثانیو کې رامنځته شوې. یو اېس جي اېس د دې زلزلې ځواکمني ۵.۹ درجې ښيي، مرکز یې زنده جان ولسوالۍ او ژوروالی یې لس کیلومتره بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *