افغانستان

هرات کې د مېوو دانو ۴۰ سلنه حاصلات ډېر شوي

سږ ۱۴۰۳کال په هرات کې د بڼوالۍ وضعیت د تېر کال په پرتله ښه شوی دی. د هرات د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، سږ کال د میوو حاصلات ډېر دي او وروستیو ورښتونو د بڼوالۍ په وده ښه اغېز کړی دی. د مسوولینو په خبره سږ کال به د بڼوالۍ حاصلات ۴۰ سلنه زیات شي. زردالو، بادام، مڼې، شفتالو او انګور هغه مېوې دي، چې په دغه ولایت کې په پراخه کچه پیدا کیږي.د یادونې وړ ده چې سږکال د هېواد په ټولو ولایتونو کې وروستیو اورښتونو دغلو دانو حاصلات ډېر کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button