
هرات کې د ۱.۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د زعفرانو د ودې پروژه پیل شوه
په هرات کې د لاس په لاس (Hand by Hand) موسسې له لوري د بزګرانو د زیاتو عایداتو، تولیداتو او صادراتي شرکتونو ته د ښه بازار موندنې او د عضوي او ISO تصدیق شوي زعفرانو د کیفیت د لوړولو په موخه یې د ۱.۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د زعفرانو د ودې پروژه پیل کړې ده.د یادې موسسې مسوول خالد ودان د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل، چې د دغې پروژې په چوکاټ کې له افغانستان څخه بهر د باکيفيته زعفرانو د صادرولو په برخه کې د توليدي شرکتونو لپاره د بازارموندنې چارې پيلېږي.
ودان زیاته کړه چې د زعفرانو د ودې او تولید پروژه د ۱.۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ډنمارک له خوا تمویلیږي، چې د پنځو کلونو لپاره به پلې شي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې دوی په بازار کې له ټولو بزګرانو په ځانګړې توګه د زعفرانو له کروندګرو څخه ملاتړ کوي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مشر انجنير بصير احمد طيب وايي، چې له افغانستان څخه بهر د زعفرانو د نندارتون او بازار د نشتوالي له امله د دغه سور بوټي بيه راټيټه شوې ده.
طيب وويل، چې د هر زراعتي محصول لپاره مارکېټ لومړيتوب لري او د هرات ولايت د زعفرانو د مارکېټ اوسنى حالت د تېر کال په څېر دى، خو که له هېواده بهر بازار موندنه وشي، په بازار کې به د دې بوټي بيه نوره هم لوړه شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېر کال په هرات ولایت کې له ۷ زره ۸۵۰ هکتاره کرنیزې ځمکې څخه شاوخوا ۲۱ ټنه زعفران تولید شوي وو.