
هره جمعه د خالد بن ولید (رض) په لاس د یو ښار فتح کېدل
کله چې د خالد بن ولید رضي الله عنه د وفات خبر مدینې منورې ته ورسېده؛ نو په هر کور کې یې غوغا ګډه کړه. ان تر دې چې عمر رضي الله عنه هم د ډیر غم او خپګان له امله د مدینې منورې اوسیدونکو ته د غم لمانځلو اجازه ورکړه.
کله چې خالد بن ولید رضي الله عنه په قبر کې اېښودل کېده؛ نو خلکو ولیدل چې د هغه اس «اشکر» د چا په شا چې نوموړي لسګونه جنګونه ترسره کړي و؛ هم اوښکې بهولې.
د خالد بن ولید رضي الله عنه په خزانه کې له نوموړي نه یوازې جنګي وسایل (تورې، خنجر او نیزې) پاتې شول او له دې ټولو پرته یو غلام هم و، چې همېشه به له هغه سره د سیوري په څير ګرځېده.
د الله تعالی توره (خالد سیف الله رضي الله عنه) چې دوو عظیمو او سترو سلطنتونو «روم او فارس» څراغونه یې ور وژلي وو. د وفات پر مهال یې د خپل محبوب (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم) په څير د میراث په توګه هیڅ هم نه درلودل.
هغه چې هر څه ګټلي او لاسته راوړي وو، ټول یې د الله جل جلاله په لاره کې صدقه کړي وو.
د وفات پر مهال یې صحابه ؤ د قبر سر ته دا ګواهي ورکړه، چې د هغه (خالد بن ولید) په شتون کې؛ د عراق او شام «اوسنۍ سوریې» دننه یوه داسې جمعه نه ده تېره شوې، چې هغه دې پکې کوم ښار نه وي فتح کړی.
د دې مطلب دا شو، چې: د نوموړي له وفات وړاندې هغه د هرو دوو جمعو ترمنځ په ۶ ورځو کې یو ښار نیوه.
ژباړه: راشد الله (غزال)