
هغه ورځ چې یو نجس پل زموږ پر پاکه خاوره کېښودل شو!
په دې ورځ د بشر دوستانو خولې زموم شوې او د حق چیغه یې په ستونې کې بنده پاته شوه او ځینو خو ورسره دغه د ظلم ناوړه، کرغېړنه او بد رنګه چیغه بدرګه کړه.
په دې ورځ د یو منظم، ثابت قدمه او جوړ نظام د له منځه وړلو اشر جوړ شو، داسې اشر چې خپلې نا حقې غوښتنې ته یې د حق رنګ ورکړ او خپله بدرنګه چهره یې په داسې لباس وپوښله چې ډیرو یې دغې ناروا غوښتنې ته لبیک ووایه.
تروریسټ، یعنې خپل ناپاک، رټل شوی او بد صفت یې د یو خدایﷻ پرست مسلمان او پاک انسان لپاره وکاروی او په همدې بهانه یې داسې حرکت پیل کړ، چې پکښې د انسانیت ټول سرحدونه مات شول.
دلته نړیوالو او غربې ښکیلاک د بشر په نامه په افغانانو داسې حجوم راوړ چې ساری به یې د تاریخ په هیڅ پاڼه کې نه وي لیکل سوی، د بشر دوستانو په نامه یې په مظلومو افغانانو هغه ناکردې وکړې چې، تاریخونه به یې ګواهي ورکوي.
دلته داسي څه تیر سوي چې، د یادولو توان یې نه لرو، دلته ډیر معصوم بچې د ډرون، بې باون، د بمونو مور او د ډیسې توپونو خوراک سول.
څوک د مور په غیږ کې، څوک په مکتب او مدرسه کې او څوک بیا په زانګو کې په داسې ډول شهیدان سول چې، د چا سر، د چا لاسونه، د چا پښې او څوک په نیمی بدن شول.
پر مسجدونو بمبارونه، پر اورونو سوي وجودونه د مدرسو او قران کریم سوځول، د حافظانو شهیدانول د زندانونو تر تورو تمبو رسول، زخمونه، هجرتونه او بې کورۍ د دې هر څه پیلامه پر همدې کرغېړنه ورځ وشول.
دوی به ویل که موږ چیرته وغواړو یو هیواد د نړۍ له نقشې ایستلای او یا یې نقشې ته راوستلای هم سو، افغانستان ته له لومړي ځل راتګ سره دوی دا لافي شروع کړې چي، ګواکي موږ کولای سو، له زرګونو فوټه لوړې ارتفاع څخه د یو اینچ په اندازه جسم په یوه ثانیه کي له منځه یوسو.
دغه کار یې د بی بی سی، اشنا راډیو او د هوا له لاري د طیارو په وسیله د منظمو تبلیغاتو پر مټ زموږ تر غوږونو راورسولې. خو دا په حقیقت کي په سلو کي دیرش حصې هم ریښتیا نه وو.
دوی په لومړیو کي طالب او طالب پلوه ته د ژوند کولو حق هم نه ورکوی، دوی طالبانو ته د دوو انتخابونو اختیار ورکړی وو، چي یا به وژل کیږﺉ او یا به د زندان درنې زولنې او د تورو تمبو تر شاه ژوند تېروﺉ.
طالبانو ته یې په لومړي سر کي د هجرت سیمو ته د تګ اجازه نه ورکوله، او نه یې د سیاسي او دیپلوتیکو اړیکو د جوړولو او پراخولو اجازه ورکوله، نه یې د کوم سیاسي ادرس او دفتر د جوړولو اجازه درلود.
مجاهدین یې په بیساري شکنجو، د اعدام تر تختو رسولو او په ډول ډول ظلمونو و ازمویل، شپنۍ چاپې، د کورونو، جماعتونو، مدرسو او عام المنفعه ځایونو بمبارول، له خپلو هستوګنځیو څخه په زوره شړل یې د ظلم وروستۍ هڅې وې.
دوی چي په کوم توان، قدرت او مغرورﺉ راغلي وو، دا هر څه يې له لاسه ورکړل. دوی چي په لومړیو کي سره دپاسه یو لک عسکرو نړیوالو متحدینو او افغان مدافعینو سره پوره شل کاله خپل ټول زور دلته و ازمويه، ډول ډول ستراتیږېو څخه یې استفاده وکړه، خو هغه څه چي غوښتل یې دلته را منځ ته کړي، ویې نه شوای کولای.
خو یوه داسې ورځ هم پرې راغله چې، دوی په خوب کې هم نه وه لیدلې، د خلاصون لار ترې ورکه شوه، زوی پر پلار او پلار یې پر زوی حال نه درلود؛ تیار کړي خواړه ترې پاته او د تشناب پر چمپلانو کې د هوایې میدان تر دروازو ورسېدل.
ارسلا مفتون