
اقتصاد او رغونه
هـرات کې د شـاتو حـاصـلات زيـات شـوي
په هرات کې د شاتو مچیو ساتونکو سږ کال شاوخوا ۲۰۰ ټنه شات راټول کړي دي. د هرات د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال ۵۰ ټنه زیات شات راټول شوي دي. خو د شاتو تولیدوونکي وايي، چې د پلور مناسب بازار نه لري. د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست
وايي، چې په دې ولایت کې د شاتو د مچیو د پالونکو له ډلې، ۳۰ په سلو کې ښځې دي. اوس په هرات کې د شاتو مچيو د روزنې۶۰۰ فارمونه فعاليت کوي او په دغه فارمونو کې زرګونو کسان په کار بوخت دي. د یادونې وړ ده چې د هرات شات په عالي کيفيت او ښه خوند سره په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې زيات پېردونکي لري.