افغانستان

هلمند کې د اوبو کوچنی بند جوړ شو

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د څه باندې ۲میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند جوړولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کره کان په نوم د اوبو دغه کوچنی بند په واشېر ولسوالۍ کې ۲ میلیونه ۴۹۶زره ۷۷۵ افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد ذخیروي بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د اوبو زېرمه کولو، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د موسمي سېلابونو د کنټرول په موخه جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې اوسهمال د هلمند ولایت په لسو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو د ۱۰کوچنیو بندونو د جوړولو چارې روانې دي، چې پکې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *