
افغانستان
هلمند کې د مهماتو قاچاق مخه نیول شوي
د هلمند د امنیه قومندانۍ مسوولین د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په درېيمه او شپږمه امنیتي حوزو کې د یو شمېر مهماتو د نیولو خبر ورکوي.
د یاد ولایت امنيه قوماندانۍ ویاند عزت الله حقاني وايي، چې د دغه ولایت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري د لښکرګاه ښار څخه بهر ته د سپکو او درنو وسلو د ګولیو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د هلمند امنیه قوماندانۍ د کشف آمر ملا عتیق الله جلالي وویل، چې د تېرې يوې اوونۍ په جريان کې د لښکرګاه ښار په درېيمه او شپږمه امنیتي حوزو کې د کشفي راپورونو پر اساس د راکټ، اېم ۱۶ او پیکار شاوخوا ۱۴۲۴ پیره هغه ګولۍ نیولې چې بهر ته یې د قاچاق هڅه کېدله.
جلالي زیاته کړه، چې د يادو مهماتو په تړاو څوک نه دي نیول شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.