افغانستان

هلمند کې د کبانو تولیدات زیات شوي

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په مارجې، نوزاد، کجکي، نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې د کبانو روزنې ۳۰۰۰ فارمونه جوړ شوي دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې مدیر شامحمد خان ویلي، ۷۰۰ فارمونه په تېرکال او ۵۰۰ هغه یې، سږکال په معیاري ډول جوړ شوي او پاتې یې د خلکو له‌خوا په غیرمعیاري توګه جوړ شوي دي. نوموړی زیاتوي، د کبانو بچیو لپاره د روزنې د یوه معیاري فارم جوړېدو په موخه د زون په کچه هڅې روانې دي چې ډېر ژر به هلمند کې  پر پنځه جریبه ځمکه ورته یو فارم جوړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button