
افغانستان
هلمند کې د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت دیوې پروژې چارې پیل شوې
د هلمند ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت دیوې پروژې چارې پیل شوې. د مسولینو په وینا، په دې پروژه کې به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د هلمند دکلیو او پراختیا ریاست مسوولین وايي، دا پروژه د ۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د هلمند ولایت په درېیو ولسوالیو، نادعلې، ګرشک او ناوې ولسوالیو کې پیلیږي. بلخوا هلمند کې د اقتصاد ریاست مسوولین وايي د یادې پروژې له لارې به د ویالو، سړکونو، واټرګېټونو، استنادي دیوالونو او نور رغنیز کارونه به د بشري ځواک په وسیله ترسره شي.