افغانستاناقتصاد او رغونه

هلمند کې ګڼې پراختیايي پروژې پیلېږي

د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۷ پراختیايي پروژو د پيلېدو خبر ورکړی دی.
د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ښار په ۸ ناحیو کې د ۲۳۵ میلیونه ۸۱۴ زره ۴۰۹ افغانیو په لګښت ۱۷ پراختیایي پروژې د ښاروالۍ له لوري پیلېږي.
هغه زیاته کړه، چې په یادو پروژو کې د څلورلارو جوړل، سړکونو ترمیم، کمربندونو بیا رغول، کثافاتو ایستل، د ناحیو لپاره لمریزې برېښنا سېستم برابرول او د یو شمېر پارکونو رغول شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *