افغانستان

هلمند کې ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري

د هلمند د مارجې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ګڼ شمېر ښوونخي ودانۍ نه لري او ماشومان یې تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.
د دغه ولسوالۍ د پنځم بلاک ښوونځي یو شمېر زده کوونکو وایي، چې د دوی د ودانیو د نشتوالي سربېره د څښاک پاکو اوبو، قبم، کتابچې او نورو درسي توکو ته لارشری نه لري او دې برخه کې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او دې چارې یې د زده کړو په بهیر منفي اغېز کړی دی.
د دغه ښوونځي یو زده کوونکي ولي محمد باختر آژانس ته وویل: « ښوونځی مو ودانۍ او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو، قلم، کتابچې او کتابونو نشته، دې چارې زموږ د زده کړو پر روان بهیر منفي اغېز کړی دی.»
په همدې حال کې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي په نورو برخو کې د شته ستونزو سربېره د زده کړو برخه کې هم د شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.
بل لورته د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري د زده کوونکو پر وړاندې پرتې ستونزې مني خو وایي، چې د یو شمېر ښوونځیو د رغونې چارې د يونيسف او ای.ار.سي موسسو له لوري تر کار لاندې دي، چي ډېر ژر به ورغول شي.
انصاري زیاته کړه، چې دا ستونزه یوازې مارجې ولسوالۍ نه بلکې؛ په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د تېرو جګړو او تاوتریخوالي له امله ښوونځۍ او نور دولتي تاسیسات ړنګ شوي، چې د بیارغولو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *